د روسیې ولسي جرګې د امريکايي اموالو پر وارداتو د بنديز وړاندیز وکړ

د روسيې د ولسي جرګې يا دوما ځينو غړیو د امريکا د تازه بنديزونو په ځواب کې، د يوشمېر امريکايي اموالو او خدماتو پر وارداتو د بنديز پېشنهاد کړى دى.

د دوما مرستيال مشر ايوان ميل-نيکوف پرون وويل، دا کار به له امريکا سره اقتصادي اړيکې محدودې کړي.

په پام کې ده د قانون پر دغه مسوده راتلونکې اوونۍ په ولسي جرګه يا دوما کې بحث وشي، خو دا لا معلومه نه ده چې اوسنۍ بڼه به يې تصويب شي او ايا کرېملېن د دغو اقداماتو ملاتړ کوي؟

د کرېملين وياند دميتري پيسکوف پرون له رسنيو سره په ټليفون-کنفرانس کې وويل، د روسيې د ولسي جرګې دا اقدامات به د مسکو ګټو ته زيان ونه رسوي:

"موږ په يقين سره تمه لرو چې هېڅ اقدام به، د روسيې طبيعي ګټې زيانمنې نه کړي."

د امريکا متحدو ايالتونو اته ورځې مخکې پر ځينو روسي چارواکو او اتباعو چې ګومان کېږي له ولسمشر وdلاديمير پوتين سره نږدې اړيکې لري، مالي محدوديتونه ولګول.

په امريکا کې به د دغو کسانو شتمنۍ هم کنګل کېږي.