ټرمپ جېمز کومي له يو «کمزوري او بېباوره توپ» سره تشبېه کړ

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقيقاتو د فډرال ادارې يا «FBI» پخوانى مشر جېمز کومي له يو ”کمزوري او بېباوره توپ“ سره تشبېه کړ.

ټرمپ دا خبره د هغو راپورونو په ځواب کې وکړه چې په کې ويل شوي، کومي چې په وروستيو کې پر ولسمشر انتقادونه کوي، يو کتاب ليکلى چې په پام کې ده بله اوونۍ خپور شي.

ولسمشر ټرمپ پرون د ټويټر په ځينو پيغامونو کې وليکل، دا زما لپاره د وياړ ځاى دى چې جېمز کومي مې له دندې ليرې کړى دى.

ښاغلي ټرمپ ليکلي، چې کومي «پټ معلومات افشا کړي، چې د دې کار په خاطر بايد مجازات شي» او ده له لوړې سره- سره يې کانګرس ته درواغ ويلي دي.

ولسمشر ټرمپ کومي په تېره مې مياشت کې له دندې ليرې کړ او له هغې راهيسې په عامه ورباندې انتقاد کوي.

راپورونه وايي په دغه خپرېدونکي کتاب کې کومي، ټرمپ د مافيا له يوه مشر سره مقايسه کړى دى