د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي دي چې شااوخوا شپېتو طالب مشرانو ژمنه ورسره کړې چې هېواد ته به ستنېږي او د سولې پر بهیر به ورګډېږي.
جنرال رازق تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې په دې برخه کې مرسته نړیوالې ټولنې ورسره کړې ده او د سولې عالي شورا او نور دولتي بنسټونه په دې هڅو کې ونډه نه لري.
جنرال رازق همداراز ویلي دي چې دا طالبان به له راستنېدو وروسته د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي.
د یوه ولایت د امنیه د قوماندان له خولې دا خبره څومره د منلو وړ ده؟
احمدتکل همدا پوښتنه د سیاسي چارو له کارپوه نجیب آزاد سره د مرکې په پیل کې کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5
له نجیب ازاد سره مرکه