صیاد: د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر سبا پیلېږې

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر سر له سبا پیلېږې.

د دې کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل چې د نوم لیکنې بهیر به دوه میاشتې دوام وکړي:

"د نوم لیکنې بهیر به په دوو مرحلو کې ترسره شي چې لومړی به په ښارونو کې وي او دوهم په ولسوالیو او کلیو، بانډو کې، لومړۍ مرحله یوه میاشت دوام کوي او دوهمه مرحله به په ولسوالیو کې هم ۱۴ ورځې او په کلیو- بانډو کې هم ۱۴ ورځې دوام وکړي."

ولسمشراشرف غني پرون د ویډیو کنفرانس له لارې له والیانو او د قول اردوګانو او د پولیسو د زونونو له قوماندانانو سره د رای ورکولو د بهیر د ښېګڼې په اړه خبرې وکړې او ترې ویې غوښتل چې په دې برخه کې د انتخاباتو له کمېسیون سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان کال د تلې یا میزان په ۲۸ نېټه ترسره شي.