د نغلو بند په لومړي توربین کې د برېښنا تولید پیل شو

د نغلو د برېښنا د بند په لومړي توربین کې د برېښنا تولید پرون عملاً پیل شو.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې دا توربین د ۲۵ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري خو د اوبو د کمښت له کبله اوس مهال یوازې ۱۵ میګاواټه برېښنا تولیدولای شي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"د نغلو د بند لومړی یونټ ۲۵ میګاواټه ظرفیت لري چې د نړیوال بانک په مالي مرسته د یوې روسۍ کمپنۍ له خوا رغول شوی او عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو."

ښاغلی توحیدي وايي، د نغلو د بریښنا د فابریکې دا توربین د ۶.۶ میلیون ډالرو په لګښت رغول شوی.

د ښاغلي توحیدي په وینا دا فابریکه ټول ۳ توربینونه لري او مجموعاً ۷۵ میګاواټه بریښنا تولیدولای شي.

د نغلو د بریښنا فابریکه د کابل د ختیځ په اویا کیلومترۍ کې د کابل پر سیند جوړه شوې ده.