د پاکستان پولیسو یو مشکوک کس د یوې سندرغاړې د وژنې په تور نیولی دی.
سندرغاړې سمیرا سیندهو Samira Sindhu چې حامله وه، د سې شنبې په ورځ د سند ایالت لړکانه سیمې ته په یو نېږدې کلي کې په یوه محفل کې په ډزو ووژل شوه.
د سیمې د پولیسو قوماندان حضور بخش جونیجو پرون وویل، د طارق جتوی په نوم تورن یې نیولی دی.
د سمیرا مېړه عاشق سامو ویلي چې په محفل کې یوه سړي د ده مېرمنې ته ټوپک ونیوه او ګواښ یې ورته وکړ چې ودرېږه او سندرې ووایه خو کله چې د ده مېرمنې وویل حمل لري او درېدلای نشي نو ډزې یې پرې وکړې.
جتوی ژورنالیستانو ته وویل چې ده د خوشالۍ لپاره هوايي ډزې کولې او سندرغاړې سمیرا په تصادفي مرمۍ ولګېده.
جتوی لاهم په توقیف کې دی.
سیمه ییزو ټلوېزیونونو د پېښې د جریان ویډیويي تصاویر خپاره کړي چې پر ټولنیزو شبکو او د پاکستان په ځینو سیمو کې یې اعتراضونه پارولي دي.