نړیوال څارونکي وايي، د اذربایجان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې مستبد الهام علياف پهکې د څلورم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو، جدي او پراخې درغلۍ او سرغړونې شوې دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان نن په خپل راپور کې وویل چې د اذربایجان انتخابات له جدي درغلیو او سرغړونو سره مل و او دا پروسه په شفاف ډول نهده ترسره شوې.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، د ولسمشرۍ په دې انتخاباتو کې رښتیني سیالي نهوه.
د اذربایجان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن اعلان وکړ چې الهام علياف څه د پاسه ۸۶ په سلو کې رأیې اخیستي او د هغه نږدې سیال یوازې درې فیصده رأیې ګټلې دي.
د اذربایجان د حکومت اپوزېسیون، د بشر د حقونو ډلو او لوېدیځو هېوادونو پر الهام علياف په دوامداره توګه د ازادو رسنیو د ځورولو، خبریالانو او سیاسي مخالفانو د شکنجې او ځورولو له امله سخت انتقادونه کړي دي.