په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو سر او مال ته جدي پام وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیالې اینګریډ هایډن ویلي د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۷۶۳ کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ ژوبل دي.
ملګري ملتونه وايي، دا شمېره د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو له شمېر سره سمون لري.
د یوناما مرستیالې ویلي زیاتره ملکیان په پېچلو ځانوژونکو بریدونو کې وژل شوي دي.
دغهراز هدفي وژنې او هوايي حملې د ملکي وګړو د تلفاتو ستر علتونه دي.