د غزني ولایت سیمهییز چارواکي د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات نن سهار له هغه وروسته په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په مخه پیل کړل، کله چې تېره شپه دوی پر يادې ولسوالۍ ډلهییز بریدونه وکړل او په خبرهیې چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان سرتېرو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
نوموړی وايي چې د افغان ګډو ځواکونو دغو عملیاتو د غرمې تر ۱۱ بجو پورې دوام کړی.
ښاغلی نوري وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې یاده ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره سقوط کړې او د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت د مدير په ګډون ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
که څه هم لهدې وړاندې د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته ویلي و چې پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کې د ولسوال عالي دوست شمس په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي، خو هغه یو ځل بیا ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال د ولسوال شمس په ګډون ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.