د کډوالو اداره د افغان کډوالو په چارو کې خپله همکاري زیاتوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هېواد ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو په چارو کې خپله همکاري زیاتوي.

دې دواړو نړیوالو ادارو دا خبره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو د بهیر په اړه په خپل کلني راپور کې کړې ده.

په راپور کې راغلي دي چې تېر میلادي کال ۶ لکه افغانان یا په داوطلبانه ډول یا په زوره بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو د چارو دې ادارو ویلي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه اته میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.