د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزیر وايي، واشنګټن ښايي پر ایران نور سخت بندیزونه ولګوي.
سټیون منوچین دا خبرداری په داسې وخت کې ورکوي چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نړیوالو په اټمي موافقه کې د هغو برخو د لیرې کولو هڅه کوي چې نوموړي مصیبت راوړونکې نیمګړتیاوې بللې دي.
د امریکا د خزانې وزیر پرون چهارشنبه د کانګرس د استازو جرګې ځانګړې کمېټې ته وویل، نوي بندیزونه به پر ایران او هغو بنسټونو ولګېږي چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.
هغه وویل، دا نوي بندیزونه به د ایران پر اقتصاد زیات اغېز وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر د راتلونکې مې میاشت په ۱۲مه نېټه له ایران سره د شوې اټمي موافقې د لغوه او یا اصلاح کولو لپاره ضربالاجل ټاکلی دی.