د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په ۱۳۹۶ کال کې د دغه ولایت د بېلابېلو محصولاتو صادرات د وړم کال په پرتله ۲۱ فیصده زیات شوي و.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان سوداګرو د هرات د بېلابېلو محصولاتو له لارې ۶۸ میلیونه ډالر صادرات کړي دي.
ښاغلی خطیبي وايي، د هرات سوداګر او پانګهوال د هرات خپل تولیدات او محصولات لکه د مرمرو ډبرې، کرنیز محصولات او لبنیات تر ډېره ترکيې، چین او ایران ته صادروي.