د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ تېره شپه وسلهوالو طالبانو ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې یاده ولسوالۍ څو ساعته سقوط کړی او د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت امر په ګډون ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې پر یادې ولسوالۍ برید کړی او یاده ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره سقوط کړه.
نوموړی وايي چې ولسوالۍ بېرته سهار د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې، خو په خبرهیې چې وسلهوالو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او نور توکي سوځولي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه ردوي، خو بریدونه مني چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر خواجه عمري ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي چې یادې ولسوالۍ ته سمدستي له مرکزه کمکي سرتېري تللي او د وسلهوالو طالبانو بریدونهیې په شا تمبولي دي.
دی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړهيې معلومات نهلري.
بلخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي برښنالیک کې ويلي چې ولسوالۍ سقوط کړی او لسګونه افغان سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
- پخواني معلومات
د غزني ولایت د خواجه عمري پر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په برید او نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني ویلي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې تر نن سهاره پورې یې دوام وکړ.
نوموړي په دې برید کې د ۲۵ وسلهوالو طالبانو او لږ تر لږه د شپږو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
بلخوا په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر ۱۵ تنه وښود چې د ده په وینا درې لوړپوړي چارواکي، د خواجه عمري ولسوال، د استخباراتو مدیر او د امنیه قوماندانۍ مرستیال هم پهکې شامل دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.