ملګري ملتونه: د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه‌وځي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا یوه پخواني ولسمشر خبرداری ورکړ چې باید اجازه ورنه‌کړل شي چې د سوریې جګړه له کنټروله ووځي.

دغه خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې متحدې روسیې ته وویل چې ځوابي راکټي بریدونو ته تیاره سي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل چې ده پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې چې د ویټو حق لري له سفیرانو سره خبرې وکړې ترڅو د وروستي په ټپه درېدلي حالت د خطرونو په اړه خپله ژوره اندېښه ورته بیان کړي.

ګوترش وویل، ده پر دې ټینګار وکړ چې اړتیا ده چې پرېنښودل شي چې وضعیت له کنټروله ووځي.

په عین حال کې د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر له اسوشیټېډ پرس اژانس سره په مرکه کې وویل چې ده له ټرمپه وغوښتل چې هېواد په سوله کې وساتي او له شمالي کوریا، روسيې یا سوریې سره په موجوده ستونزو کې دې مبالغه نه‌کوي یا دې هغه نه‌لویوي.

ټرمپ مخکې ویلي چې ښایي د سوریې په دوما کې د کیماوي برید له امله چې لږ تر لږه ۴۳ ملکیان‌یې وژلي پر دې هېواد ډېر ژر د توغندیو برید وکړي.

روسیې او سوریې دواړو د کیماوي برید خبره رد کړې او ورته ځوابي خبرداری یې ورکړی دی.