د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین وايي، د غزني خواجه عمري ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې تازه دمي افغان ځواکونه خواجه عمري ولسوالۍ ته رسېدلي او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
نوموړي زیاته کړه چې پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې د مرګ ژوبلې سربېره د دغې ولسوالۍ ودانۍ هم سوځېدلې ده.
نجیب دانش
نوموړي زیاته کړه:
"د ولسوالۍ پر ودانۍ د یوه راکټ د لګېدو له کبله د ولسوال په ګډون اووه تنه وژل شوي، د ولسوالۍ ودانۍ سوځېدلې ده، خو په هماغه شپه سیمې ته کمکي ځواکونه واستول شول."
طالبانو تېره شپه د غزني پر خواجه عمري ولسوالۍ حمله وکړه چې د دغه ولایت د ولایتي شورا په خبره یاده ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې وه.
امنیتي ادارې وايي چې په یاده حمله کې د ۷ تنو افغان سرتېرو د وژل کېدو سربېره ۹ تنه ټپیان شوي هم دي.
خو د غزني د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني بیا ازادي راډیو ته وویل چې په یاده حمله کې ۲۳ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د غزني سیمهییزو امنیتي چارواکو هم له رسنیو سره په خبرو کې په خواجه عمري ولسوالۍ کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې کچه تر هغې لوړه ښودلې چې د کورنیو چارو وزارتیې وايي.
له دې ټولو سره سره د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بیا دا نهمني چې ګواکې خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
نوموړی وايي، طالبانو په یادې ولسوالۍ د ۸۲ ملي متري توپ په ګډون له لیرې واټنه د درنو وسلو انداختونه کړي دي.
افغان طالبان
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپهيې د خواجه عمري ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه او ډېر مهماتیې هم ترلاسه کړي دي.
د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د طالبانو وروستۍ جبههیي جګړې د اندېښنې وړ دي او داسې معلومېږي چې دوی سولې ته لېوالتیا نهلري.
د امنیتي چارو افغان کارپوه یوسف امین ځاځي وویل:
"طالبانو په وروستیو کې خپل جنګي تاکتیک بدل کړی دی دوی په ډلهییزه توګه په امنیتي پوستو او ولسوالیو بریدونه کوي دا مسئله د اندېښنې وړ ده، خو افغان حکومت باید د خلکو د مال او سر ساتنه وکړي."
د ښاغلي ځاځي په خبره په افغانستان کې د روانې جګړې لویه قرباني ولس ورکوي او دې مسئلې ته په کتو نور د جګړې ښکېلې خواوې باید په جګړه کې د تاکتیکونو د بدلېدو پر ځای دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د ولس غوښتنې ومني.
راپور: محمد حدیث پردېس
- پخواني معلومات
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات نن سهار له هغه وروسته په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په مخه پیل کړل، کله چې تېره شپه دوی پر يادې ولسوالۍ ډلهییز بریدونه وکړل او په خبرهیې چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان سرتېرو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
نوموړی وايي چې د افغان ګډو ځواکونو دغو عملیاتو د غرمې تر ۱۱ بجو پورې دوام کړی.
ښاغلی نوري وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې یاده ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره سقوط کړې او د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت د مدير په ګډون ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
که څه هم لهدې وړاندې د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته ویلي و چې پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کې د ولسوال عالي دوست شمس په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي، خو هغه یو ځل بیا ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال د ولسوال شمس په ګډون ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
- پخواني معلومات
د غزني ولایتي شورا وايي، خواجه عمري ولسوالۍ چې تېره شپه طالبانو نیولې وه بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني وویل، پر خواجه عمري ولسوالۍ په برید کې د پولیسو او ملي امنیت د سرتېرو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، وسلهوالو تېره شپه پر خواجه عمري ولسوالۍ برید وکړ چې د جګړې پر مهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي رادیو ته وویل:
"د ولسوالۍ پر ودانۍ د یوه راکټ د لګېدو له امله په خپله ولسوال او د پولیسو ۷ منسوبین وژل شوي دي. د ولسوالۍ ودانۍ سوځېدلې ده او په هغه وخت کمکي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي."
افغان چارواکو ویلي دي چې ۲۵ طالبان هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.
طالبانو بیا ویلي چې پر خواجه عمري ولسوالۍ په برید کې یې ۳۰ سرتېري وژلي او د ولسوالۍ وسایليې له ځانه سره وړي دي.
- پخواني معلومات
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ تېره شپه وسلهوالو طالبانو ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې یاده ولسوالۍ څو ساعته سقوط کړی او د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت امر په ګډون ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې پر یادې ولسوالۍ برید کړی او یاده ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره سقوط کړه.
نوموړی وايي چې ولسوالۍ بېرته سهار د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې، خو په خبرهیې چې وسلهوالو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او نور توکي سوځولي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه ردوي، خو بریدونه مني چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر خواجه عمري ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي چې یادې ولسوالۍ ته سمدستي له مرکزه کمکي سرتېري تللي او د وسلهوالو طالبانو بریدونهیې په شا تمبولي دي.
دی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړهيې معلومات نهلري.
بلخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي برښنالیک کې ويلي چې ولسوالۍ سقوط کړی او لسګونه افغان سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
- پخواني معلومات
د غزني ولایت د خواجه عمري پر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په برید او نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني ویلي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې تر نن سهاره پورې یې دوام وکړ.
نوموړي په دې برید کې د ۲۵ وسلهوالو طالبانو او لږ تر لږه د شپږو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
بلخوا په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر ۱۵ تنه وښود چې د ده په وینا درې لوړپوړي چارواکي، د خواجه عمري ولسوال، د استخباراتو مدیر او د امنیه قوماندانۍ مرستیال هم پهکې شامل دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.