د غزني ولایت د خواجه عمري پر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په برید او نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني ویلي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې تر نن سهاره پورې یې دوام وکړ.
نوموړي په دې برید کې د ۲۵ وسلهوالو طالبانو او لږ تر لږه د شپږو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
بلخوا په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر ۱۵ تنه وښود چې د ده په وینا درې لوړپوړي چارواکي، د خواجه عمري ولسوال، د استخباراتو مدیر او د امنیه قوماندانۍ مرستیال هم پهکې شامل دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.