یولیا سکریپال وایي، د روسیې مرستې نهغواړي.
یولیا سکریپال او د دې ۶۶ کلن پلار سرګي سکریپال د مارچ په څلورمه د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم شول.
د بریتانیا پولیسو پرون په یوه بیان کې د یولیا په وینا څرګنده کړه چې دې ته د روسیې سفارت د هر راز مرستې وړاندیز کړی دی.
یولیا وایي، د اوس لپاره د سفارت مرستې ته لېواله نهده، خو که د دې فکر بدل شو بیا به ښایي اړیکې ورسره ونیسي.
یولیا سکریپال زیاته کړه چې خوندي ده او د وخت له تېرېدو سره په ښه کېدو ده.
یولیا د سې شنبې په ورځ له روغتونه رخصت شوه.
د دې پلار لاهم سخت ناروغ دی.
بریتانیا، د مسمومیت په دې پېښه کې روسیه تورنه کړې ده، روسیې پهدې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د دې پېښې پر سر لوېدیځو هېوادونو تر ۱۵۰ ډېر روسي ډیپلوماتان له خپلو هېوادونو ایستلي دي او مسکو هم ورته هڅه کړې ده.