د امریکا د استازو د جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر پال رایان پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې نهغواړي د یوې بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
دغه اعلان د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو مخکې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ګوند بېثباتي لا زیاتوي.
رایان د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دی پر خپلو لاسته راوړنو چې یوه پهکې پر مالیاتو څارنه وه، ویاړي.
هغه د امریکا په دولت کې درېیم لوړپوړی انتخاب شوی مشر دی.
رایان پهدې خبري کنفرانس کې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر لهخوا د روسیې په اړه د څېړنې په باب پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.
رایان چې له ټرمپ سرهیې اړیکې ښه نهوې وویل، دی ګومان نهکوي چې ولسمشر به د مولر د لیرې کولو لپاره تهدیدونه عملي کړي.
جمهوري غوښتونکي چې د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، په وروستیو کې لیدل شوي چې د دې ګوند ډېر غړي تقاعد کوي یا نهغواړي چې په تېره بیا د استازو جرګې بیا ځان کاندید کړي.