په کندز کې فعالان د سولې د هڅو له بهیر سره یوځای شول

په کندز کې مدني فعالان د سولې د هڅو له بهیر سره یوځای شول.

دوی د کندز ښار په مرکزي چوک کې د چهارشنبې په ورځ پرلت پيل کړ.

د دغه مدني اعتراض یوه ګډون کوونکي زاهد کریمزي ازادي راډیو ته وویل:

"د غونډې هدف د هېواد په نورو سیمو کې د سولې په اړه چې کوم غږ پورته شوی دی د هغه غږ ملاتړ دی. غوښتنه مو دا ده که بهرني ځواکونه دي، که افغان دولت دی، که طالبان دي، ټول دې سولې ته غاړه کېږدي او زموږ له وژلو دې لاس واخلي."

د کندز مدني فعالان وایي، تر هغو به‌یې خیمه وهلې وي چې د سولې لپاره د دوی غوښتنې نه‎وي منل شوي.

تر دې مخکې په کابل، زابل، هلمند، فراه، بامیان، غزني، ننګرهار، هرات او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼو ولسي خلکو پر دولت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته غاړه کېږدي.