د اذربایجان د ولسمشرۍ انتخابات چې د اپوزېسیون ګوندونو بایکاټ کړی و، پرون چهارشنبه ترسره شول.
اوسنی ولسمشر الهام علياف د څلورمې دورې په مخه بریالی شو.
یوه حکومتي څېړنه چې د اذربایجان د انتخاباتو د څارونکي څېړنیز مرکز له لوري خپره شوې ده، څرګندوي چې الهام علياف ۸۲،۷ فیصده رأیې ګټلې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې پر دې انتخاباتو انتقاد کړی دی.
د اذربایجان د یوه خپلواک تحقیقاتي بنسټ څېړنه ښیي چې الهام علياف ۸۶،۵ په ۱۰۰ کې رأیې ګټلې دي او پهدې ډول به د یوې بلې اووه کلنې دورې په مخه ولسمشر پاتې شي.
رأی ورکول تېر ماښام په سیمهییز وخت اووه بجې پای ته ورسېدل.
د قفقاز سیمې د دې هېواد مهمو سیاسي ګوندونو وار له مخه ویلي و چې په رأیو کې لاسوهنه کېږي، نو ګډون پهکې نهکوو.
د اذربایجان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون په وینا په ۱۰۰ کې ۷۰ فیصده رأی ورکوونکو پهدې انتخاباتو کې برخه واخیسته.
د دې کمېسیون مرستیال ناطق محمدوف د ګڼو درغلیو لګېدلي تورونه رد کړي دي او د اذربایجان یوې رسنۍ تهیې وویل چې دا هم بېبنسټه تور دی چې له قوانینو سرغړونه شوې ده.
د ازادي راډیو د خبر څانګه څرګندوي چې د انتخاباتو د کمېسیون څارونکو کمرو د کاردمیر په ښار کې داسې تصویرونه خپاره کړي دي چې د دوی کارکوونکي صندوقونه بدلوي رابدلوي.
د الهام علياف پر حکومت د رسنیو، خبریالانو، سیاستوالو او فعالانو د ځپلو په خاطر د اذربایجان اپوزېسیون ګوندونه، لوېدیځ هېوادونه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه انتقاد کوي.
۵۶ کلن الهام علياف له ۲۰۰۳ میلادي کال را پهدې خوا چې پلار یې وفات شوی د قفقاز د دغه ۱۰ میلیوني هېواد واکمن دی.
ده د فبروري په پنځمه اعلان وکړ چې د انتخاباتو نېټه د اکټوبر له ۱۷مې د اپرېل ۱۱مې ته رامخکې کوي.
حکومت هغه مهال وویل چې دا کار د دې لپاره کوي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات سره په یوه وخت رانهشي.
د اذربایجان د ولسمشرۍ انتخابات په داسې وخت کې ترسره شول چې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د امریکایي ډالرو په وړاندې راښکته شوی دی او د اذربایجان اقتصادي وضعیت د حکومت ضد مظاهرو له امله په خرابېدو دی.