د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، روسيې! چمتو شه ځکه توغندي به در روان وي.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، ته بايد په ګازو د وژونکي حيوان ملګرتيا ونهکړې چې خپل خلک وژني او له دې کاره خوند اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ولسمشر ویادیمير پوتین وياند له امریکا وغوښتل چې په سوریه کې دې د توغنديو حملې نهکوي.
دميتري پسکوف وويل چې داسي حملې ښايي په منځني ختيځ کې بېثباتي رامنځته کړي.
د کرملېن وياند نن همداراز د نورو روسي چارواکو له هغو خبرو سره همغږي څرګنده کړه چې امریکا تهیې خبرداری ورکړی چې د سوريې په دوما کې دې د کيمیاوي حملو په عکسالعمل کې د سوريې پر حکومتي ځواکونو هوايي حملې نهکوي.
امريکا او يو شمېر متحدانيې پر دې غور کوي چې ایا د کيمیاوي حملو په عکسالعمل کې پر سوریه حملې وکړي که نه.
طبي ادارو ويلي چې د اپرېل په اوومه په دوما کې کيماوي حملې ګڼ شمېر کسان ووژل.