د روسیې په ختيځ ښار خاباروفسک کې یوه هليکوپټر لوېدلې او شپږ کسان پهکې مړه شوي دي.
د خاباروفسک کرای سيمهییز حکومت وويل چې «ايم. ای. ۸» هليکوپټر د ځايي هوايي شرکت فوستوک لهخوا اداره کېده او نن لوېدلې ده.
په وينا یې په هليکوپټر کې سپاره ټول شپږ سپرلۍ مړه شوي.
پلټونکي کمېټې د دې پېښې په احتمالي لاملونو کې خراب موسم او تخنيکي ستونزه يادې کړې دي.
ځايي چارواکو سبا د اپرېل ۱۲مه د ماتم ورځ اعلان کړې ده.