د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او پهکې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.
په دې الوتکه کې نظامي پرسونل سپاره وو چې نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې راولوېده.
ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.
په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.
الجزاير د دغو جلاغوښتونکو ملاتړ کوي.
د ټلوېزيوني راپور له مخې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي.
«الجزایر ۲۴» ټلوېزیون ويلي چې دغه نظامي ترانسپورټي الوتکه له څو شېبې پورته کېدو وروسته راولوېده.