نیوزیلند د خپلو عملیاتو پر مهال د افغانانو د وژل کېدو ارزونه کوي

د نيوزيلند لوی څارنوال، ډېوېډ پارکر نن اعلان وکړ چې د هېواد حکومت‌يې په افغانستان کې په هغو نظامي عملیاتو کې د ملکيانو د وژل کېدو ارزونه کوي چې په ۲۰۱۰ میلادي کې د نيوزيلند ځواکونو برخه په‌کې لرله.

رويټرز خبري اژانس وايي چې د نيوزيلند حکومت په بغلان ولايت کې د دې هېواد د هغو نظامي عملياتو ارزونه کوي چې په‌کې د ملکيانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دغو عملياتو په اړه هغه مهال د نيوزيلند په خلکو کې توده موضوع شوه چې دوو خبريالانو په خپل کتاب کې ادعا وکړه چې د امریکايي، نيوزيلند او افغان نظامي عملياتو په نتيجه کې د افغانستان په شمال کې شپږ مليکان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

د ناټو په مشرۍ نړيوال امنیتي ځواکونو هغه مهال د دې پېښې په اړه پلټنې کړې وې او ويلي وو چې ملکي تلفات ښايي د وسلو په سيستم کې د احتمالي خرابۍ له کبله رامنځته شوي وي.