د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو پر مهال یو ملکي وګړی او درې پولیس وژل شوي او ۳ پولیس ټپیان شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه بریدونه وسلهوالو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې د دغه ولایت د زنخان ولسوالۍ د مرکز پر امنیتي کمربندونو کړي او په خبرهیې چې یادو نښتو د سهار تر څلورو بجو
دوام کړی.
نوموړی وايي چې دغلته وژل شوی ملکي کس له امنیتي ځواکونو سره په پوسته کې مېلمه و.
ښاغلي نوري وویل چې د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبرهیې چې د کره شمېر په اړهيې معلومات نهلري.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.