د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور او مرمرو د اتحادیې په نوښت له څلوېښتو ډېرې فابریکې جوړې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو فابریکو کې د یو سلو پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت باندې پانګونه شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې فابریکو کې د مرمرو ترڅنګ د صابون او پلاستیک جوړولو فابریکې هم دي.