د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، تېره ورځ د دې ولایت استېناف محکمې د ځمکو د خپلواک ریاست سرپرست او دوه نو کار کوونکي د اداري فساد او له دندې نه د ناوړه ګتې اخیستنې په تور په بند محکوم او نقدي جریمه کړل.
د دغه ولایت د والي مرستیال سید محمد سعادت نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت د ځمکو د خپلواک ریاست سرپرست محمد حسین نبيزاده د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه ګتې اخیستنې په تور له دندې ګوښه، په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم او ۲۳۰۰۰۰ افغانۍ نقدي جریمه شول.
د دغه ریاست د ځمکو د خپلواک ریاست دوه نور کار کوونکي بیا په یو کال او
یوه میاشت بند محکوم شول.
که څه هم د تورنو کسانو مدافع وکیلانو د خپلو مؤکلینو دفاع وکړه، خو قضائیه هیئت د شاهدانو او اسنادو په بنیاد تورنو کسانو ته سزا واوروله.