تمه کېږي چې د اذربایجان اوسنی ولسمشر ۵۶ کلن الهام علياف به د دې هېواد د نن ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د یوې نوې اووه کلنې دورې ګټونکی شي.
د حکومت مهمو مخالفو ګوندونو دا انتخابات تحریم کړي دي.
هغوی ادعا کوي چې دا انتخابات به غیر قانوني او تقلبي وي.
په اذربایجان کې اپوزېسیون، همدارنګه لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو نړیوالو ډلو د خپلواکو رسنیو، خبریالانو، او د الهام علياف د مخالفو سیاستوالو او فعالانو د ځپلو له کبله د نوموړي پر حکومت انتقادونه کړي.