په مصر کې یوې پوځي محکمې ۳۶ کسان په دې هېواد کې د قبطي مسیحیانو په کلیساګانو کې د بمي چاودنو سره د تړاو په جرم په مرګ محکوم کړي دي.
د دې بمي بریدونو مسؤلیت د اسلامي دولت نومې وسلهوالې ډلې په غاړه اخیستی دی.
د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د مصر په دوو جلا ښارونو تانتا او سکندریه کې په کلیساګانو چاودنې وشوې چې ۴۶ کسانیې ووژل.
د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر کې هم په قاهره کې د قبطي عیسویانو په کلیسا کې یوې چاودنې ۲۸ کسان وژلي وو.
د مصر د پوځ د جنايي محکمې لهخوا اوسني احکام مقدماتي دي او د مصر د قانون پر بنسټ اصلي حقوقي مقام یعنې قاضيالقضات ته استول کېږي.