د فېسبوک اجرائیه رئیس مارک زاکربرګ د امریکا د کانګرس غړو ته ویلي، فېسبوک د روسیې تر ملاتړ لاندې د هغو ډلو سره په مبارزه بوخت دی چې د نوموړي په وینا له دې ټولنیزې شبکې څخه په انتخاباتو او عمومي افکارو د اغېز لپاره کار اخلي.
مارک زاکربرګ د امریکا د سنا د تجارتي او قضايي کمېټو یوې مشترکې غونډې ته نن وویل:
"هغه کسان چې روسیه کې دي، کار یې دا دی چې زموږ او نورو انټرنټي سیستمونو څخه استفاده وکړي."
زاکربرګ له دې چې په وینا یې فېسبوک د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د اطلاعاتي عملیاتو په پېژندنه کې ورو عمل کړی پښېماني څرګنده کړه.
د فېسبوک شبکې اجرائیوي رئیس په انتخاباتو کې د بهرنیو هڅو د مخنیوي لپاره د فېسبوک د ظرفیت د لوړولو په برخه کې پانګونه مهمه وبلله.
نوموړي وویل، فېسبوک د مصنوعي ذکاوت له نویو وسایلو څخه د جعلي اکاونټونو د معلومولو لپاره استفاده کړې ده.