په زابل او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن يحی علوي وایي چې تېره شپه د «ISAF» د ځواکونو له لوري د زابل د شاجوی ولسوالۍ د خاکي په سيمه پر وسلهوالو هوایي بريد ترسره شوی چې په پايله کې يې د محمد نعيم په نوم د طالبانو يو ځايي قوماندان له خپلو درېيو نورو ملګرو سره يوځای وژل شوی دی.
علوي همداراز وویل چې د ارزګان د مرکز د ګوګريت په سيمه کې هم د ملي اردو ځواکونو د طالبانو پر يوه مرکز هوایي بريد کړی چې له املهيې د طالبانو د يو سرګروپ په ګډون درې وسلهوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پهدې تړاو تبصره نهده کړې.