چاودنه پرون سې شنبه ناوخته د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د نورزي په کلي کې پر پلي روانو ماشومانو شوې چې له املهیې دواړه ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطيعالله هلال وایي چې ماين وسلهوالو خښ کړی و او په چاودنه کې ټپي شوي ماشومان هم د پوليسو له لوري روغتون انتقال شوي چې اوسيې روغتيایي حالت ښهدي.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې پهدې تړاو تبصره نهده کړې.