د پاکستان په سند ایالت کې چارواکي وايي، یوه ځايي سندرغاړې چې د خوشحالۍ یوه محفل ته د سندرو لپاره بلل شوې وه، په هوايي ډزو کې وژل شوې ده.
چارواکي وايي، په هوايي ډزو کې وژل شوې سندرغاړې ثمینه سندهو نومېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره شپه ناوخته د سند صوبې په لاړکانې سیمه کې رامنځته شوې ده.
رسنۍ د لاړکانې د ځايي پولیس چارواکو په حواله وايي:
"د خوشحالۍ په دغو مراسمو کې له موسیقۍ سره هوايي ډزې هم کېدلې چې یوه ګولۍ پر سندرغاړې ثمینه سندهو ولګېده او ځای پر ځای مړه شوه."
خو چارواکي وايي چې د هوايي ډزو کوونکی یې نیولی، وسلهیې ترې ترلاسه کړې او د څېړنو لپارهیې بیولی دی.
دا لومړۍ پېښه نهده چې د هوايي ډزو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې تر دې مخکې هم د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګڼو سیمو کې په اخترونو، ودونو او د خوشحالیو د نورو مراسمو تر څنګ، د لوبو تر ګټلو وروسته هم بېدرېغه هوايي ډزې کېږي چې رسنۍ یې د مرګ ژوبلې راپورونه خپروي.
د یادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا پولیس په اخترونو کې د هوايي ډزو د مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره په لارو کوڅو کې کمپاینونه کوي او پر خلکو غږ کوي چې د خوښیو په مراسمو کې دې له هوايي ډزو ډډه وکړي.