سرخط: زموږ سیاستوال نیم رښتیا وایي او پاتې خبرو کې خپلې عقدې سړوي

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې تبصرې تر ډېره د پاکستاني پوځيانو پر راکټي بریدونو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر وروستۍ مرکې څرخي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله تبصره کې پر افغان حکومت انتقاد کړی چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځيانو د راکټي حملو پر وړاندې خاموشه دی او له څه کولو ډډه کوي، حال دا چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر وروسته دغو بریدونو زور اخیستی دی چې په‌کې یو افغان هم وژل شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي، له یوې خوا پاکستاني پوځيانو د زیاتو سیمو د لاندې کولو لپاره پر ډیورند کرښه خپل تمرکز زیات کړی دی او له بل لوري د راکټي حملو په وسیله غواړي یو شمېر سیمې خالي کړي، څو هلته داعش او نورې وسله‌والې ډلې ځای پر ځای شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم لیکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو څلور سوه ۳۳ توغندي ویشتلي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا حملې وروسته له هغې زور اخلي چې د تېرې جمعې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر پر مهال د دواړو خواو ترمنځ د خبرو یوه اصلي موضوع د پاکستاني پوځیانو راکټي حملې وې.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې وه چې د راکټي حملو مسئله به په جدي توګه تعقیبوي او پس له دې به پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له‌خوا راکټي حملې ونه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د پاکستاني پوځيانو له‌خوا پر افغان خاوره د راکټي حملو د بیا پیل مسئلې ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان له افغانستان سره په هېڅ یوه ژمنه هم ولاړ نه‌دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان د دغو حملو په وړاندې یوه داسې معقوله لار خپله کړي چې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته افغانان ژوبل نه‌کړي او د پنجابیانو پلانونه هم شنډ کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان حکومت لپار غوره دا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کې دې عملاً برخه واخلي او د پنجاب پر حکومت د نړیوالو فشارونو د زیاتولو تر څنګ، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پرتو بې‌وزلو سیمو د پرمختګ لپاره دې پلانونه ډېر کړي.

د کابل ځینو نورو ورځپاڼو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستۍ مرکې په اړه تبصرې کړي چې په‌کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې امریکا او بریتانیا دواړه ناکامه بلل شوي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپله تبصره کې د ښاغلي کرزي د مرکې دا برخه راخيستې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې نړیواله اجماع له‌منځه تللې او د همکارۍ پر ځای د نړیوالو قدرتونو ترمنځ تقابل رامنځته شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي کرزي په خپله مرکه کې امریکا او بریتانیا دواړه د سولې په ټینګولو کې ناکامه بللي دي او سپارښتنه‌یې کړې چې د سولې په پروسه کې باید د روسیې همکاري جلب شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د کرزي صاحب د نیم رښتیا تر عنوان لاندې په خپله تبصره کې لیکلي دي چې زموږ د سیاستوالو بدبختي دا ده چې رښتیا نه‌وایي، که‌یې وایي، نو نیم رښتیا وایي او پاتې خبرو کې خپلې عقدې سړوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې کرزي صاحب هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې نیم رښتیا ویلي دي او پاتې خبرې یې سراسر د هېواد په زیان دي.

ورځپانه لیکي چې د ښاغلي کرزي دا خبره رښتیا او حقیقت دی چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرو اصلي مرکزونه په نښه نه‌کړل او له‌منځه یې یونه‌وړل، بلکې خپل ټول تمرکز یې افغانستان ته ځانګړی کړ.

ورځپاڼه لیکي، که افغانان په بل څه نه‌پوهېږي، په دې خو پوهېږي چې د دښمن دښمن دوست او د دښمن دوست دښمن دی.

د ورځپاڼې په باور، روسیه اوس د پاکستان دوست دی او پاکستان د افغانانو ازلي دښمن او روسیه به په اوس وخت کې هېڅ داسی پرېکړه ونه‌کړي چې د افغانستان په خیر او د پاکستان په زیان وي.