بوسنیا کې د داعش ډلې دوه مشکوک غړي نیول شوي

د بوسنیا هرزګووینیا پولیسو پرون سې شنبه وویل چې په مرکز سرایفو کې يې د داعش ډلې دوه مشکوک غړي نیولي دي.

د بوسنیا د لوی څارنوال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا کسان د سرایفو په دوو مختلفو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په چاپو کې نیول شوي دي.

د اعلاميې له مخې، له نیول شویو کسانو وسلې، لاسي بمونه، مهمات، چړې او بیرغونه چې د داعش بیرغ ته ورته دي، ترلاسه شوي دي.

د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې هم بوسنیايي پولیسو د دې هېواد یو وګړی له وسلو سره په سرایفو کې د امریکا سفارت ته نږدې نیولی و.

د وروستیو نیول شویو دوو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.