دفاع وزارت وايي، کمانډو ځواکونو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې خپل اهداف ترلاسه کړي او د اړتیا په وخت کې به د هېواد په هره سیمه کې عملیات وکړي.
تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي وو چې له ۲۰ تر ۲۵ کمانډو سرتېري چې د درزاب د محاصرې د ماتولو لپاره استول شوي وو، پرته له کوم پرمختګه بېرته خپلې اډې ته ستانه شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري د پوځي پلان له مخې بېرته بلل شوي دي.
نوموړي وویل:
"موږ د دښمن یوې ډلې ته ضربه ورکړه، بله ډله چې د تېښتې په حال کې وه، د هوايي ځواک لهخوا په نښه شوه، موږ په همدې ډول عملیات پلانوو او د وسلهوالو په ځانګړي ډول، د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې مو ښه نتیجه ترلاسه کړې ده."
امریکايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ګاونډي فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې يې د داعش یو قوماندان قاري حکمتالله او د هغه دوه ساتونکي په هوايي برید کې وژلي دي.
بلچراغ ولسوالۍ د جوزجان له درزاب ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده.