افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ګمرکونو په چارو کې د سیاسي او ولایتي مقاماتو د لاسوهنې د مخنیوي پر یوې طرحې کار کوي.
ولسمشر غني پرون سې شنبه په خوست کې له مدني فعالانو او ځوانانو سره په کتنه کې د غلام خان بندر د تجهیزولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، تر څو پورې چې بندرونه له سیاسي مداخلو او نفوذ څخه پاک نهشي، تجهیزول او پرانيستليې ګټه نهکوي.
ولسمشر غني وویل:
"د غلام خان په اړه مې له تاسو سره ژمنه ده چې په رسمي ترانزیټي بندر به بدلېږي، د ګمرکونو په اړه په یوې اساسي طرحې کار روان دی، په ګمرکونو کې به هېڅ ولایتي او سیاسي دستګاه مداخله ونهکړي."
ولسمشر غني وویل، د ګمرکونو دا طرحه به په درېیو اوونیو کې بشپړه شي.
نوموړي وویل، د افغانستان سوداګریزې چارې باید له سیاسي مداخلو پاکې وي.