د هرات ولایت چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو په نښته کې ۱۵ وسلهوالو طالبان وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا نښتې پرون په چشت شریف کې شوي او ۸ نور وسلهوال طالبان ټپیان هم دي.
د ښاغلي فرهاد په خبره یو افغان سرتېری او یو تن پاڅونوال هم پهدې نښتو کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په هرات کې د وراوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.