په بغلان ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې، یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د ټرافیکو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د مرکزي بغلان د چهارشنبېتپه په سیمه کې شوې ده.
د بغلان ولایت د ټرافیکو مدیر محمد نبيزاده وايي، په پېښه کې چې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ښځې او ماشومان هم ټپیان دي.
ښاغلي نبېزاده ویلي، د پېښې علت د موټر چلوونکو بېاحتیاطي وه.