نړیوال بانک د افغانستان د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او بانکدارۍ لپاره ۶۹۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
د دې مرستې تړون نن سې شنبه د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدري په کابل کې لاسلیک کړ.
د مالیې وزیر ښاغلي حکیمي په پاسنیو درېیو برخو کې د بودجې د وېش په اړه وویل:
"۶۰۰ میلیونه ډالره د روغتیا په برخه لګېږي، دوهم پروګرام د سیمهییز اتصال لپاره د کاسا پروژه ده چې ۵۱ میلیونه ډالره پرې مصرفېږي او درېیم ۴۰ میلیونه ډالره د دولتي بانکونو په معیاري کولو او ظرفیت جوړونې لګېږي."
د نړیوال بانک چارواکو له افغانستان سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې باید دا مرستې په شفافه توګه مصرفې شي.