د پاکستان راکټي حملو د کونړ د سرکاڼو یو تن اوسېدونکی وژلی

د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ نن د کونړ ولایت پر ځینو سیمو بیا د توپونو ډزې کړې دي.

د والي ویاند عبدالغني مصمم په وینا دې حملو په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو تن وژلی دی.

ښاغلي مصمم ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د ډیورند پر کرښه په پرتو سیمو د توپونو ۴۳۵ ګولۍ ویشتلې دي.

ده زیاته کړه:

"د توپونو ۴۳۵ ډزې شوي چې درې یې په سرکاڼو کې لګېدلي او یو تن‌يې شهید کړی او پاتې يې پر دانګام ولسوالۍ کې لګېدلي چې هلته‌یې یو کور ویجاړ کړی دی."

د پاکستان پوځ په داسې حال کې د توپونو حملو ته بیا زور ورکړی چې تېره اوونۍ د جمعې په ورځ، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره په کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو حالاتو د ښه کولو او نورو همکاریو ژمنې وکړې.