راپورونه وايي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې «FBI» اجنټان پرون د ولسمشر ډونالد ټرمپ د شخصي مدافع وکیل مایکل کوهن «Michael Cohen» دفتر ته ننوتل او بېلابېل اسناد یې له ځان سره یووړل.
دې کار د ولسمشر ټرمپ تند غبرګون وپاراوه.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال دا پر متحده ایالاتو او هغو ارزښتونو برید وباله چې امریکایان د هغه لپاره مبارزه کوي.
ښاغلي ټرمپ پر «FBI» تور ولګاوه چې د ده د مدافع وکیل پر دفتر یې چاپه وهلې ده.
ټرمپ پر ځانګړي مفتش رابرت مولر چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې د اړیکو په اړه تحقیقات کوي هم تند انتقاد وکړ.
له دې سره هغه اوازې بیا تودې شوې چې ویل کېدل ټرمپ ښايي له دندې د مولر د لیرې کولو هڅه وکړي.
مولر د «FBI» د مشر جېمز کومي پر ځای چې مخکې یې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د تحقیقاتو مشري کوله، تېر کال په دې اړه د څېړنو د ځانګړي مفتش پر دنده وګومارل شو.