د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې د سوریې په دوما ښار کې پر ملکي وګړو د مشکوک کیمیاوي برید په غبرګون کې ښايي د دمشق پر ضد پوځي اقدام وکړي.
په عین حال کې روسیې ځوابي خبرداری ورکړی، ویلي یې دي چې په سوریه کې هر راز پوځي اقدام به ناوړه عواقب ولري.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه ناوخته له پوځي سلاکارانو سره د کتنې پر مهال وویل، د دې حملې په ځواب کې احتمالي اقدام به په پوره ځواک وشي.
ټرمپ زیاته کړه چې متحده ایالات دې ډول بېرحمیو ته اجازه نهشي ورکولای او ډاډ یې ورکړ چې د هغو مخنیوی به وکړي.
ټرمپ وویل، امریکا څو ډوله اقدامات کولای شي او په اړه بهیې خلکو ته ډېر ژر معلومات ورکړي.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو مشکوکې حملې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې نړیوال باید د دې حملو مخه ونیسي:
"موږ د یو خطرناک پاڼ پر سر ولاړ یو، د کیمیاوي وسلو د کارولو لویه بلا چې یو وختیې نړیوال سره یو موټي کول اوس په یوه عادي کار د بدلېدو په حال کې ده، نړیواله ټولنه باید دې ته جازه ورنهکړي."
ښاغلي ټرمپ وروسته د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په کتنه کې هم د امریکا د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د مکرون دفتر وايي چې دواړو مشرانو د دې حملې په وړاندې پر قاطع ځواب موافقه وکړه.