د روسیې صدراعظم د امریکا نوي بندیزونه غیر قانوني او د نهمنلو وړ وبلل.
دمیتری مدودف دغه څرګندونې درې ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د دې هېواد پر لوړپوړو امنیتي، ملکي چارواکو او هغو پانګهوالو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري، د نویو بندیزونو په ترڅ کې د هغوی شتمنۍ کنګل او مالي محدودیتونهیې پرې ولګول.
دمیتري مدودف خپل حکومت ته امر وکړ چې د دغو بندیزونو په وړاندې مناسب اقدام وکړي او هم د هغو روسي شرکتونو د ملاتړ لپاره طرحې وړاندې کړي چې د دغو بندیزونو له امله متأثره شوي دي.