د سویډن صدراعظم وايي، هېواد یې له روسیې تمه لري چې د یوه پخواني دوه طرفه روسي جاسوس د مسمومېدو په قضیه کې د بریتانیا پوښتنو ته ځواب ووايي.
اسټفان لوون د خپلې بریتانوۍ سیالې ترزا مې سره په استکهلم ښار کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، پهدې اړه چې په راتلونکي کې د روسیې په وړاندې څه ډول اقدامات وشي، تر اوسه کومې نتیجې ته نهدی رسېدلی، خو نوموړي د مسکو پر ضد د شدیدو اقداماتو احتمال هم رد نهکړ.
د بریتانیا صداعظمې هم پهدې خبري غونډه کې وویل، د روسیې په وړاندې د راتلونکو اقداماتو په اړه به د لندن له متحدانو سره شریکې خبرې اترې وشي.
بریتانیا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو روسیه تورنه کړې چې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومېدو کې یې لاس درلود.
مسکو پرلهپسې پهدې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.