د هند په شمال کې د هیمالیا په غرنۍ سیمه کې د ښوونځي یو بس له یوې لوړې غورځېدلی چې پهکې د ۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي، پهدې بس کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي په هیماچال پرادش ایالت کې خپلو کورونو ته روان وو چې نورپور سیمې ته نږدې له یوه ګړنګه وغورځېد.
پېښه د دې ایالت د مرکز شیملا په ۳۲۵ کېلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي سنتوش پټېل ویلي، بس ۶۰ متره ژورې کندې ته غورځېدلی او موټر چلوونکی او دوه ښوونکي هم په پېښه کې وژل شوي.
پټېل ويلي په بس کې د ډېرو سپرو زدهکوونکو عمرونه له ۱۰ تر ۱۲ کلونو پورې وو.
نوموړي ویلي، ۱۲ ماشومان له پېښې په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت خراب دی.