د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د کیمیاوي برید ترسره کوونکي به د دې حملې بیه پرې کړي.
ډونالد ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، له ۲۴ ساعتونو تر ۴۸ ساعتونو پورې وخت کې به د دې پېښې په عکسالعمل کې سترې پرېکړې وکړي.
له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوما د دې حملې مسؤل ګڼي؟
نوموړي داسې ځواب ورکړ:
"ښايي هغه دا کار کړی وي، خو که داسې وي، وضعیت به ډېر ستونزمن شي، ډېر سخت."
د سوریې رژیم او متحدانو یې روسیې او ایران د دوما په ښار کې د کیمیاوي وسلې کارول رد کړي او پهدې اړه خپاره شوي راپورونهیې له ځانه جوړ شوي بللي دي.