ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې سپارښتنه کړې چې د دې ولایت په ولسوالیو کې دې د سرپرستۍ ستونزه هواره شي.
ښاغلي غني د دوشنبې په ماښام د خوست د یو شمېر ولسوالیو د ولسوالانو سره په لیدنه کې همدارنګه ډاډ ورکړ چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د ودانیو ستونزه به هم د کورنیو چارو د وزارت لهخوا هواره شي.
په غونډه کې ډېرو ولسوالانو د پولیسو لپاره د ودانیو د نشتوالي څخه شکایت وکړ.
ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې همدارنګه پر اداري ستونزو، تنخواګانو، د مأمورینو په کمبود، د ځمکو په غصب او د قاضیانو پر نشتوالي بحث وشو.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه سهار د خوست د هوايي ډګر د الوتنو د کرښې د پرانیستې او د برښنا په شمول د څو پروژو د پیلولو په هدف خوست ولایت ته ولاړ چې تر څنګیې دغلته له ځايي چارواکو او سیمهییزو خلکو سره پر بېلابېلو مسئلو لیدنې کتنې هم درلودې.