د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې شپږ ملکیان وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماښام د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې شوې ده.
د ښاغلي فرهاد په وینا نا معلومو کسانو چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي او د ریموټ کنټرول په وسیلهیې چاودنه ورکړې ده.
د هرات د والي ویاند په وینا په وژل شویو کې څلور ماشومان او دوه سپینږیري شامل دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسؤل عارف جلیلي د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د شینډنډ د بازار له چاودنې ۱۲ تنه روغتون ته وروړل شوي دي چې متأسفانه درې تنو یې ساه ورکړه او نهه تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د درې تنو وضعیت خراب دی."
تېر ماښام دې چاودنې د شینډنډ په بازار کې څو دوکانونه هم ویجاړ کړي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.