په پېښور کې د پښتون تحفظ مومنټ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورته ویل کېږي، د ځوان مشر منظور پشتین په لارښوونه پرون یکشنبه لسګونه زره پښتنو سولهییزه اعتراضي غونډه وکړه او د پاکستان له حکومتهیې د خپلو غوښتنو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د راپورونو پر اساس، لږ تر لږه ۶۰ زره کسان پرون په پېښور کې اعتراضي غونډې ته ورغلي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په پېښور کې اعتراض کوونکو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید یو قضايي کمېسيون وټاکي او د پښتنو په سیمو کې د غیر قانوني قتلونو او لادرکیو پېښې وڅېړي.
منظور پشتین وویل، د پاکستان پولیس او پوځیان باید ټول پښتانه چې په مختلفو پلمو نیول شوي او بیا ورک شوي، عدالت ته حاضر کړي، بېګناه وګړي خوشې کړي او یوازې هغه کسان چې د یوې منظمې قضايي پروسې تر بشپړولو وروسته مشکوک پېژندل کېږي، په توقیف کې وساتي.
منظور پشتین وویل:
"پر پښتنو ډېر ظلم وشو، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بهيې ژغوري، دا د پښتون ژغورنه، د پښتنو د عزت ژغورنه ده، د پښتنو د مال ژغورنه ده او د پښتون تحفظ غورځنګ دی."
د منظور پشتین په وینا، د پاکستان حکومت باید قبایل او له افغانستان سره پولې ته نږدې سیمې له ماینونو پاکې کړي او د پوځيانو پوستې باید لیرې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان وايي، هغه حقونه غواړي چې د پاکستان اساسي قانون د هغه هېواد هر وګړي ته ورکړي دي.
د پېښور رېنګ روډ په سیمه کې پرونۍ اعتراضي غونډې ته سلګونه پښتنې هم ورغلې وې او یو شمېر کسانو یې ویناوې هم وکړې.
د بسرو بي بي په نوم یوې ښځې وویل چې مېړهیې له ډېرو کلونو راهیسې لادرکه دی او چارواکو د ورکو شویو کسانو په لېست کې ثبت کړی دی.
هغې د پاکستان پر استخباراتي اداره تور پورې کړ چې د دې د مېړه او په قبایلو کې د ډېرو نورو وګړو په لادرکۍ کې لاس لري.
سلګونه کسانو چې پرون په پېښور کې راغونډ شوي وو، د خپلو ورکو عزیزانو نومونه او عکسونه پورته کړي وو.
په پاکستان کې سیاسي فعال علي وزیر په دې اړه پرون ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل:
"زموږ وروڼه ورک دي، زموږ خویندې ورکې دي، زموږ پلرونه ورک دي، زموږ ترونه او ورېرونه ورک دي، موږ نور اجازه نهورکوو چې هغوی د پښتنو پر سر او مال تجارت وکړي او نړیوالو تهیې دهشتګر معرفي کړي."
- له ازادي راډیو سره د علي وزیر بشپړه مرکه:
Your browser doesn’t support HTML5
په پاکستان کې د دوو کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو، پښتونخوا ملي عوامي او د بلوچستان نشنل عوامي ګوند غړو په پرونۍ اعتراضي غونډه کې حضور درلود، خو په پاکستان کې د پښتنو د ملتپالو ګوندونو او مذهبي ګوندونو پېژندل شوي مشران نهلیدل کېدل.
د پښتنو ملتپالو ګوندونو استازو په فبرورۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کړی وو او ژمنهیې کړې وه چې د هغوی په اعتراضي جلسو کې به ګډون کوي.
په پېښور کې د پرونۍ اعتراضي غونډې سلګونه عکسونه او وېډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوو او زرګونه کسانو وکتل، خو د پاکستان دولتي رسنۍ، په ځانګړي ډول هغه چې په اردو او انګرېزي ژبه خپرونې کوي، تر ډېره حده له دې سیمې غایبې وې.
په پاکستان کې په انګرېزي ژبې د خپرېدونکې ورځپاڼې ډان خبریال، مبشر ذېدي په دې اړه چې ولې رسنیو خاموشي غوره کړې وه، پر ټویټر ولیکل:
"د ژورنالېست په توګه، د شرم وړ ګڼو چې د پاکستان په دولتي رسنیو کې په پېښور کې د داسې سترې اعتراضي غونډې په اړه معلومات نهدي خپاره شوي."
دا چې ولې د پاکستان دولتي او غیر دولتي رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرونۍ غونډې خاموشي غوره کړې وه، رسمي سرچینو خبرې نهدې کړي.
د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي چې امنیتي ځواکونه یا استخباراتیې د پښتنو په لادرکۍ کې لاس لري او ادعا کوي چې په قبایلو کې د پوځ پوستې د افراطي ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني او افغان طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره ضروري دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پولیسو په عملیاتو کې د یوه پښتون ځوان، نقیبالله محسود تر وژل کېدو وروسته، اعتراضي غونډې پیل کړې.
د پاکستان پولیسو ادعا وکړه چې نقیبالله محسود له پاکستاني طالبانو سره تړاو درلود، خو د محسود کورنۍ وویل چې هغه غوښتل موډل شي او هېڅ ډول ارتباطیې له طالبانو سره نهدرلود.
د نقیبالله محسود کورنۍ وویل چې هغه په پاکستان کې د ترورېزم ضد مبارزې تر نوم لاندې، د «اېن کونټر» عملیاتو قرباني شوی دی.
په هغو مواردو کې چې د پاکستان پولیس کافي اسناد نهلري چې مشکوک کسان له ترورېستانو سره د تړاو په تور محکمې ته حاضر کړي، د هغوی د نیولو او وژلو لپاره عملیات کوي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې یوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې، ۳۱۸ تنه د پاکستان د پولیسو په دا ډول عملیاتو کې وژل شوي دي.
په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پولیسو په داسې عملیاتو کې د نقیبالله محسود تر وژل کېدو وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان له ډېرو سیمو په اسلاماباد کې راغونډ شول او ۱۰ ورځې يې پرلت وکړ.
د پاکستان حکومت له پرلت کوونکو سره لیکلې ژمنه وکړه چې شکایتونه بهیې واوري او ستونزې بهیې حل کړي او په اسلاماباد کې پرلت پای ته ورسېد.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په مارچ میاشت کې وویل چې د حکومت له هغو هڅو چې د دوی د غوښتنو د عملي کولو لپارهیې کړي، راضي نهدي او بیا یې اعتراضي جلسې پیل کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د پاکستان حکومت ته وویل چې د پښتنو له قتلولو لاس واخلي.
داسې څرګندېږي چې دې حرکت په پاکستان کې ډېر خلک ورجلب کړي دي.
د دنیا په مختلفو هېوادونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د پښتنو اعتراضي ناستې د زیاتېدو په حال کې دي.
په جرمني، فرانسه، سویډن، استرالیا او افغانستان کې یو شمېر پښتنو پرون د هغوی په ملاتړ اعتراضي جلسې جوړې کړې.
په واشنګټن کې هم یو شمېر پښتانه، د سپینې ماڼۍ مخکې ته راغونډ شوي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، پرون په پېښور کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د مې میاشتې په ۲۲مه به په لاهور او په ۲۹مه به په سوات کې جلسه کوي.